افغانستان

د تورخم له ګمرکه هره ورځ ۳۰ ميليونه افغانۍ عوايد تر لاسه کېږي

هره ورځ د ترانزيټ  له درکه ۳۰ ميليونه افغانۍ عواید ترلاسه کوو او په شفاف ډول یې د اسلامي امارت خزانې ته سپارو دا خبرې د تورخم کميسارمولوي صديق خالد په تورخم کميسارۍ کې په هغه غونډه کې وکړې چې پکې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نور محمد حنيف د ملي راډیو تلویزیون آمر مولوي امان الله عادل او د تورخم ښارګوټي ملکي او نظامي مسئولينو برخه اخیستې وه په

 

هره ورځ د ترانزيټ  له درکه ۳۰ ميليونه افغانۍ عواید ترلاسه کوو او په شفاف ډول یې د اسلامي امارت خزانې ته سپارو دا خبرې د تورخم کميسارمولوي صديق خالد په تورخم کميسارۍ کې په هغه غونډه کې وکړې چې پکې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نور محمد حنيف د ملي راډیو تلویزیون آمر مولوي امان الله عادل او د تورخم ښارګوټي ملکي او نظامي مسئولينو برخه اخیستې وه په غونډه کې د تورخم کميسار وویل هره ورځ د تورخم له لارې ۸۰۰ نیولې تر ۱۳۰۰ پورې لارۍ او کانتينرې تګ راتګ کوي چې د یاد ترانزيټ د محصول له درکه د ورځې شاوخوا ۳۰ ميليونه افغانۍ عواید ترلاسه کیږي او په شفاف ډول د اسلامي امارت بانک ته سپارل کېږي. کمیسار وویل په تورخم ښارګوټي کې ټولې امارتي چارې په همغږۍ ترسره کېږي او پاکستان ته تلونکو ناروغانو لپاره صفري نقطې تر څېرمه لازم امکانات تم ځایونه د لمانځه او اوداسه لپاره مناسب امکانات او د شپې تېرولو ځایونه برابر شوي چې د کمیسار په وینا په تیرو شپږو میاشتو کې (49800) ناروغان پاکستان ته د درملنې په موخه تللي دي. په ورته وخت کې د تورخم د کمیسارۍ مرستیال مولوي مصطفی کمال وویل د تورخم له لارې د هر ډول قاچاق مخه نیول شوې همدا لامل دی چې دلته قيمتي ډبرې او تاريخي آثار هم وخت په وخت نیول شوي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *