افغانستان

افغانستان کې د یخنۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۶۶ ته لوړ شوی

چارواکو د شنبې په ورځ (سلواغې اتمه) ویلي چې په افغانستان کې د سړې هوا د څپې له امله د مړو شویو کسان شمېر ۱۶۶ تنو ته رسېدلی دی.

چارواکو د شنبې په ورځ (سلواغې اتمه) ویلي چې په افغانستان کې د سړې هوا د څپې له امله د مړو شویو کسان شمېر ۱۶۶ تنو ته رسېدلی دی.

طبیعي پېښو ته د رسېدو وزارت د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه د معلوماتو پر اساس وویل چې په تیره یوه اوونۍ کې ۸۸ نور کسان هم یخنۍ له امله مړه شوي چې له دې سره مجموعي  شمیر ۱۶۶ تنو ته ورسېد.

د یاد وزارت یو چارواکي عبدالرحمان زاهد په ویډیویي پیغام کې ویلي دغه کسان د سړې هوا، سیلابونو، د ګازي بخاریو د ګازو او اورلګیدنو له امله مړه شوي دي.

ویل کېږي چې د سیلابونو او سړې هوا له امله کابو ۱۰۰ کورونه ویجاړ او یا هم زیانمن شوي او شاوخوا ۸۰ زره څاروي چې د بیوزلو  افغانانو لپاره خورا مهم ګڼل کیږي، له منځه تللي دي.

پر افغانستان د سړې هوا دغه څپه په داسې حال کې راځي چې د هېواد وګړي د اقتصادي مشکلاتو له امله ګڼې ستونزې لري.

د جنورۍ له ۱۰مې د افغانستان په یو شمېر برخو کې هوا په داسې حال کې د سانتي ګریډ په کچه حتی منفي ۳۳ ته ټیټه شوې چې په ځینو برخو کې ډېره واوره اوریدلې او برېښنا هم په منظمه توګه نشته.

خیریه موسسو پر افغانستان د سړې څپې له راتګ مخکې خبرداری ورکړی و چې د هیواد د ۳۸ میلیونه نفوس څخه څه باندې نیمایي له لوږې سره مخ دي او کابو ۴ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ څخه رنځېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *