جهان

په ‹ماکي ییفکا› کې ۳۰۰ روسي سرتېري وژل شوي

د بریتانیا پوځ وايي چې د اوکراین په ماکي ییفکا ښار کې د روسي سرتېرو پر استوګنځي د جنوري د لومړۍ نېټې په توپچي برید کې به ۳۰۰ روسي سرتېري وژل شوي وي.

د بریتانیا پوځ وايي چې د اوکراین په ماکي ییفکا ښار کې د روسي سرتېرو پر استوګنځي د جنوري د لومړۍ نېټې په توپچي برید کې به ۳۰۰ روسي سرتېري وژل شوي وي. د بریتانیا دفاع وزارت په خپل ورځني استخباراتي راپور کې ويیلي چې د برید ډېری قربانیان یا وژل شوي یا تري تم دي خو ټپیان شوي نه دي. روسیې هغه مهال ادعا کړې وه چې په برید کې یې ۸۹ پوځيان وژل شوي، خو د اوکراین پوځ او د کریملین پلوي پوځي بلاګرانو د ۴۰۰ سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی و.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *