تبصره

دپلمو پرځای دې واقعیتونه په پام کې ونیول شي

په هېواد کې د سراسري امنیت دټینګښت له کبله د اسلامي امارت په وړاندې هغه انګازې بې بنسټه دي کومې چې په بهرکې د اشغالګرو او دهغوی دپلوي مافیایي کړیو له خوا خپرېږي اسلامي امارت توانېدلی چې دهېواد په ګوټ ګوټ کې دخلکو امنیت خوندي وساتي او هغه اندېښنو ته په وخت ځواب ووایي کوم چې د امنیت دګډوډولو له پاره ناوړه تبلیغات کوي دمنلو ده چې یوشمېر جګړه خوښوونکي به دجګړې په لټون بوخت وي خو هغوی چې جګړی ته لمن وهي هېڅکله به په دې ونه توانېږی چې زموږ دخلکو له پاره اوږد مهاله جګړییز ناورین رامنځ ته کړي.

متین

په هېواد کې د سراسري امنیت دټینګښت له کبله د اسلامي امارت په وړاندې هغه انګازې بې بنسټه دي کومې چې په بهرکې د اشغالګرو او دهغوی دپلوي مافیایي کړیو له خوا خپرېږي اسلامي امارت توانېدلی چې دهېواد په ګوټ ګوټ کې دخلکو امنیت خوندي وساتي او هغه اندېښنو ته په وخت ځواب ووایي کوم چې د امنیت دګډوډولو له پاره ناوړه تبلیغات کوي دمنلو ده چې یوشمېر جګړه خوښوونکي به دجګړې په لټون بوخت وي خو هغوی چې جګړی ته لمن وهي هېڅکله به په دې ونه توانېږی چې زموږ دخلکو له پاره اوږد مهاله جګړییز ناورین رامنځ ته کړي. همدا وجهه ده چې د اسلامي امارت سره دهېوادوالو ملاتړ زیات شوی او دهرې ورځې په تېرېدو سره دهېواد او خلکو د دښمنانو ناوړه او له حقیقت څخه لرې تبلیغات په کور دننه او بهر را بربنډېږي او د اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې پراختیا مومي. همدا اوس د اسلامي امارت دلوړ پوړو چارواکو سره دبهرنیو هېوادو استازي په لیدو کتو کې د امنیت دټینګښت او رامنځ ته کېدو څخه ډاډ څرګندوي او زیاتوي چې نړیوال مرستندویه هېوادونه به دجګړه ځپلي افغانستان سره خپلو مرستوته دوام ورکړي ترڅو افغانان دتېرو جګړییزو کلونو د اقتصادي ستونزو څخه خلاصون ومومي. داپه داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې له بهرنیو مرستندویه هېوادو څخه یولړ پلمیزې وړاندوینې رابرسیره شوې خو هرهغه څه چې په اسلامي امارت پورې اړه لري تل یې دبې پرې او شرط نه اېښودلو مرستې ستایلې او ډاد یې څرګندکړی چې رالېږل شوې مرستې به په مستحقو کورنیو وویشل شي. خو لاس وهونکي هېوادونه چې خپلې مرستې په ځینو وړاندوینو پورې تړلې ګڼي او ددي لارې خپلې موخې چې زموږ دملي او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وي تعقیبوي دتېرو شلو کلونو جګړییز ناورین چې افغان مجاهد ولس وزغامه ددې له پاره چې په هېواد کې اسلامي ارزښتونه خوندي پاتې شي او دهېڅ هېواد لاس وهنه او فرمایشي واکمني شتون ونه لري. ښه به وي چې نړیوال د اسلامي امارت دواکمنۍ را وروسته د اسلامي امارت سوله ییز دریځ درک کړي او هغه پلمې له منځه یووسي کومې چې تردې مهاله دبندیزونو په نامه ترسره کوي. افغانان ډاډه دي چې نړیوال بی پرې هېوادونه به د افغانانو اوسنۍ خپلواکۍ او آزادۍ ته په کتو سره و توانېږي متقابلې اړیکې چې دټولو ګټی پکښې خوندي وساتل شي ټینګې کړي. ځکه چې اسلامي امارت ټولو هېوادونوته د امنیت د تامین ډاډ ورکړی او هغه ژمنې چې دنړیوالو په وړاندې ترسره کړې یو په بل پسې یې عملي بڼه ورکړې ده. غوره به وي چې لاس وهونکي هېوادونه دخپلو لاس وهنو لاس ته راوړنې و ارزوي ځکه د اسلامي امارت په وړاندي دستونزو د زیږولو اولاس وهنو تردې دمه هېڅ لاس ته راوړنې نه لري او اسلامي امارت دهرې ورځې په تېرېدو سره په کور دننه او بهر دملاتړ کچه پراختیا مومي دساري په توګه دملګرو ملتونو پلاوي چې مشري یې مارټین کوله د اسلامي امارت دبهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدو کتو کې وویل چې اوس په ډاډه زړه ټول افغانستان ته خپلې مرستې رسولی شي په دي پلاوي کې چې دنړیوال خیریه بنسټ عمومي منشي دیونیسف اجرايیه ریاست مرستیال ګډون درلود خوښي وښوده چې امنیت تامین شوی او په ډاډه زړه کولی شو مرستې ووېشو دملګرو ملتونو راغلي پلاوي ته دبهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقی وویل افغانستان دنړیوالې ټولنې برخه ده ملګري ملتونه مسؤلیت لري چې افغانستان اونړۍ په نیږدې کولو کې رغنده رول ولوبوي. دغه راز متقي غوښتنه وکړه چې د افغانستان لاس ته راوړنې او فرصتونه په رښتیني ډول نړیوالو ته ورسوي. د اسلامي امارت سره دبهرنیو هېوادو د استازو لیدو کاته راپه ګوته کوي چې ورځ تربلې د اسلامي امارت اړیکې پراختیا مومي او هغه ستونزې درغېدو په حال کې دي کومې چې تردې دمه دلاس وهونکو اشغالګرو له خوا رامنځ ته شوې. ملګري ملتونه چې باید دیوبې پرې سازمان په توګه د افغانانو عقیدتي، اسلامي او ملي ارزښتونو ته په کتو سره هغه بندیزونه او خنډونه له منځه یووسي کوم چې د اسلامي امارت د رسمیت پیژندنې په وړاندې رامنځ ته کېږي د اسلامي امارت سره دنړیوالو دیپلوماتیکو اړیکو ټینګښت دهمیشنۍ سولې د رامنځ ته کېدو سره مرسته کوي نو غوره ده چې نړیواله ټولنه د اسلامي امارت سره په خپلو اړیکو له سره غور وکړي او شته ستونزې له منځه یووسي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *