افغانستان

ښايي افغان کرکټ لوبډله مارچ کې له پاکستان سره سیالۍ وکړي

وروسته له دې چې اسټرالیا له افغانستان سره د کرکټ د لوبو لړۍ فسخ کړه، د افغانستان کرکټ بورډ هڅې پیل کړې چې افغان لوبډله ورته لوبلړۍ په راروانه مارچ میاشت کې له پاکستان سره ترسره کړي.

 

وروسته له دې چې اسټرالیا له افغانستان سره د کرکټ د لوبو لړۍ فسخ کړه، د افغانستان کرکټ بورډ هڅې پیل کړې چې افغان لوبډله ورته لوبلړۍ په راروانه مارچ میاشت کې له پاکستان سره ترسره کړي.

د کرکټ بورډ د رسنیو د څانګې مسئول عبدالله جان پکتیاني وېیلي چې د افغان کرکټ بورډ رئیس میرویس اشرف په متحده عربي اماراتو کې د نورو هېوادو د کرکټ بورډونو د مشرانو ترڅنګ د پاکستان د کرکټ بورډ له مشر سره هم خبرې کړې دي.

د اسټرالیا کرکټ بورډ د جنورۍ په ۱۲په اعلامیه کې ووېیل چې د افغان نجونو او ښځو پر تعلیم او کار د لګېدلو محدودیتونو په غبرګون کې په مارچ میاشت کې له افغاستان سره د ۳ یو ورځنیو لوبو پلان شوې لوبلړۍ فسخ کوي.

پاکستاني رسنیو ته وېیلي چې د پاکستان کرکټ بورډ د افغانستان د دغه وړاندیز په اړه غور کوي.

وروسته له هغې چې د بشر حقونو نړیوال سازمان اړوند د اسټرالیا څانګې د کرکټ له نړیوالې شورا د افغان کرکټ ادارې د غړیتوب د ځنډېدا غوښتنه وکړه، کرکټ بورډ یې په غبرګون کې وېیلي چې له افغانانو باید دا خوښي وانخیستل شي.

د کرکټ بورډ د رسنیزې څانګې مشر عبدالله خان پکتیاني وېیلي چې افغان کرکټ د کرکټ نړیوالې شورا ستره لاسته راوړنه ده. ښاغلی پکتیانی وړاندې وايي: «دغه حقیقت نړیوال هم مني او افغانستان کرکټ نړۍ ته ډېر لوی نومونه او استعدادونه وړاندې کړي ، خو دا چې یادې استازې دغه څرګندونې کړي، زه باید ووایم چې له یوه اصل او حق سره بل اصل او حق نه شي له منځه تللی، ځکه افغان کرکټ پورې د ټولو افغانانو خوښۍ او ویاړونه تړلي دي او همېشه یې د دوی پر مخونو خوښي خپره کړې ده»

هغه د بشر حقونو د دغه سازمان د غوښتنې په تړاو وايي، که دوی په خپل موقف ټینګار وکړي نو دا په حقیقت کې په خپله هم د بشر ضد ګام دی. د ده په وینا چې کرکټ اوسمهال د افغانانو د خوښۍ ستره ذریعه ده او هېڅوک باید دا خوښي له افغانانو وانخلي.

د بشر حقونو په نړیوال سازمان کې د نړیوال نوښت مسوولې مینکي وردن په بیان کې وېیلي چې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو په غبرګون کې یې د کرکټ له نړیوالې شورا/ای سي سي غوښتي چې د افغانستان د کرکټ غړیتوب وځنډوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *