تبصره

په نېشه یې توکو د روږدو په را ټولېدو کې ګړندیتوب

څرګنده ده چې افغانانو دشل کلن جګړییز ناورین ترڅنګ په هېواد کې دنېشه یي توکو د پراختیا او په پوره شېمرنه د هېوادوالو د روږدېدو لامل شو چې اوس مهال یې پرټولنیز ژوند ناوړه اغېزه پرېښې او د ډېرو کورنیو او اسلامي دولت له پاره یې ستونزې رامنځ ته کړې دي.

متین

څرګنده ده چې افغانانو دشل کلن جګړییز ناورین ترڅنګ په هېواد کې دنېشه یي توکو د پراختیا او په پوره شېمرنه د هېوادوالو د روږدېدو لامل شو چې اوس مهال یې پرټولنیز ژوند ناوړه اغېزه پرېښې او د ډېرو کورنیو او اسلامي دولت له پاره یې ستونزې رامنځ ته کړې دي.

اسلامي امارت چې د تېرو واکمنانو څخه د راپاتې شویو اقتصادي ستونزو په رغاونه بوخت دی هڅه کوي چې دنېشه یی توکو دله منځه وړو له پاره مناسبې لارې ولټوي او په بنسټیزه توګه یې جرړې له بېخه را وباسي هېوادوالو ته جوته شوه چې د اسلامي امارت امیر المؤمنین د فرمان په ترڅ کې لارښوونه وکړه چې دنېشه یي توکو کرکیله بنده او هېڅوک حق نه لري چې دغه ناوړه او زهرجن بوټی وکري او یا یې دکارو بار په توګه وکاروي.

همدا وجهه ده چې دهېواد په ټولو سیمو کې دسیمه ییزو مسؤلینو په لارښوونه هېڅوک نه شي کولی چې دنېشه یی توکو کرکیله وکړي او یا یې بازارته وړاندې کړي د ډېرو بزګرانو له پاره چې دنېشه یی توکو کرکیله یې کوله دبدیلو لارولټون پیل شوی چې له امله یې په پوره شمېرنه بزګران د زعفران او انجې په کرکیله بوخت دي. بزګرانو له پاره اسلامي امارت دغلو دانو د اصلاح شویو تخمونو د وېشل کېدو هڅې روانې دي تمه ده چې دهېواد بزګران د اسلامي امارت دمسؤلینو سره مناسبې مرستې ته لاس راوغزوي ترڅو په ګډه ددې ناوړه او زهرجن بوټي دکرکیلې څخه خلاصون ومندل شي. همدا اوس په هېواد کې په نېشه یي توکو باندې د روږدوکسانو شمېر زیات شوی چې اسلامي امارت يې په راټولېدو او درمنله بوخت دی دیکشنبې په ورځ چې د 26/10/1401 سره سمون خوري د اسلامي امارت دلوړ پوړو چارواکو دیوې غونډې په ترڅ کې لارښوونه وکړه چې په کابل کې د زیاتې سړې هوا له کبله دې ټول په نېشه یې توکو روږدي کسان را ټول او د درملنې له پاره دې روغتونونو ته ولېږدول شی. داپه داسې حال کې ده چې دیوې خوا په هېواد کې دنېشه یی توکو کرکیله بنده شوې او دبلې خوا مسؤل ارګانونه په دې بوخت دي چې دنېشه يې توکو قاچاقبران په نښه او دقانون منګلو ته یې وسپاري. هېوادوال چې د نېشه یی توکو په هکله د امیر المؤمنین د فرمان هرکلی کوي، غوره ګڼی چې دنېشه یې توکو دکرکیلې دبندېدو ترڅنګ دهغو کسانو په نیولو کې جدي ګامونه پورته کړي کوم چې زموږ دهېوادوالو له پاره مختلف دارو درمل چې د روږدېدو سبب ګرځي تعقیب او دقانوني چلند څخه خلاصون ونه مومي. ځکه همدا د نېشه یي توکو کارو باریان دی چې دهېواد ډېر ځوانان یې روږدي کړي او د ډېرو کورنیو له پاره یې سرخوږی رامنځ ته کړی دی هیله ده چې امنیتي او کشفي ارګانونه دهغو کسانو سره جدي او غوڅ چلند څخه کار واخلي کوم چې زموږ هېواد ته دنېشه یې توکو د راوړلو کارو بار کوي همدا اوس د روږدو کسانو شمېرنه زیاته شوې چې اسلامي امارت ورته د درملنې له پاره دهېڅ ډول هلوځلو څخه دریغ نه کوي نړیواله ټولنه هم باید د انساني خواخوږۍ له مخې د اسلامي امارت سره په نېشه یې توکو د روږدو کسانو په درملنه کې مرسته وکړي ترڅو اسلامي امارت و توانېږي د روغتونونو په پراختیا او د روږدو کسانو په درملنه کې ګړندیتوب روالي ترڅو زموږ ټولنه ددې ناوړه ناورین څخه وژغورل شي. نړیوال مرستندویه سازمانونه چې په روغتیایي برخه کې کومې مرستې کوي باید ومني چې اوس مهال به یې دمرستو دلګښت چارې رڼې او په مناسبو لومړیتوبونو به ولګول شي اسلامي امارت چې دخپلو خلکو دهوساینې له پاره دهېڅ ډول هلوځلو څخه درېغ نه کوي تمه لري چې دهېوادوالو دهوساینې له پاره به هغه لارې ولټوي کومې چې دهېوادوالو روغتیا او هوساینه پکښې رامنځ ته کېدای شی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *