اجتماعی

هدف ته د رسېدو لپاره څنګه انګېزه پیدا کړو؟

که نوی کارو بار مو پیل کړی وي او دغه راز د نوي کارو بار خاوند یاست، نو هرومرو د ورځنيو کارونو د ترسره کولو لپاره خورا زیات اروایي فشار (سټرس) لرئ، ځکه خپل ځان د خپل کارو بار د بریا او ماتې مسئول ګڼئ.

ژباړه: عطا محمد میاخېل

که نوی کارو بار مو پیل کړی وي او دغه راز د نوي کارو بار خاوند یاست، نو هرومرو د ورځنيو کارونو د ترسره کولو لپاره خورا زیات اروایي فشار (سټرس) لرئ، ځکه خپل ځان د خپل کارو بار د بریا او ماتې مسئول ګڼئ. بریا ته د رسېدو لپاره، د اوږد مهالې انګېزې لرل اړین دي؛ دا هماغه څه دي، چې له تاسو سره مرسته کوي چې خپلو موخو ته د رسېدو په لاره کې ګام پورته کړئ، کله وخت نه شو کولای، په ډېری آسانۍ د کارونو د ترسره کولو لپاره اړینه انګېزه وساتو، خصوصاً کله چې شرایط سخت او ستونزمنېږي. د دې لیکنې په دوام په ۸ مهمو ټکو باندې رڼا اچوو، چې د انګېزې د ساتلو لپاره په کار راځي.

۱ – تل مثبتې او انګېزه بښونکې جملې په خوله راوړئ

د اینسټاګرام په ډېری پاڼو کې د څو انګېزه بښونکو لیکونو د شریکولو شاهدان یو، ځکه د یوې انګېزه بښونکې جملې لوستل، ښایي زموږ د فکر بڼې ته بدلون ورکړي او زموږ د ذهن د مثبت تفکر په بهیر باندې اغېزه وکړي.

وړاندیز کېږي، چې د خپلې کوټې یا کارځای په دېوال باندې انګېزه بښونکې جملې ولګوئ، د اینسټاګرام هغه پاڼې وڅارئ، چې انګېزه بښونکې جملې خپروي یا خپل برېښنا لیک داسې تنظیم کړئ، چې هره ورځ انګېزه بښونکې جملې ترلاسه کړئ، په دې کار سره، له خپلې ناهیلۍ څخه مخنیوی کوئ او خپلو موخو ته د رسېدو په لاره کې به د ګام پورته کولو لپاره ډېره انګېزه ولرئ.

۲ – خپله نقشه ولیکئ

له پروګرام جوړولو پرته نه شئ کولای، هغه کوچنۍ موخې، چې له تاسو سره سترو موخو ته د رسېدو په لاره کې مرسته کوي، وپېژنئ. د بېلګې په توګه، که غواړئ یو نوی محصول تولید کړئ، مخکې تر دې باید د خپل ځان لپاره کوچنۍ موخې وټاکئ او د هغو په ترلاسه کولو سره، وروستۍ موخې ته د رسېدو په لاره کې ګام پورته کړئ. د پروګرام په لیکلو سره به له موخې څخه یو انځور ولرئ او کولای شئ د هغې لپاره سم تګلوری پیدا کړئ.

۳ – له هغو کسانو سره تګ را تګ وکړئ، چې کار رامنځته کوونکی فکر لري

له هغو افرادو څخه، چې په شاوخوا کې مو دي، انرژي او انګېزه ترلاسه کړئ. یو زهرجن او منفي کس کولای شي، ټوله انګېزه او تمرکز مو له منځه یوسي، نو که غواړئ، چې بریا ته ورسېږئ، نو باید له بریالیو کسانو سره ناسته پاسته وکړئ؛ نه له هغو کسانو سره، چې له خپل منځني ژوند څخه خوشاله دي. بریالي کسان کولای شي، په هغو پروګرامونو کې په ګډون سره، چې تاسو نورو ته ورپېژني، ترڅو خپلې موخې او د فکر بڼه شریکه کړئ، پیدا کړئ. دا پروګرامونه ستاسو له پرمختګ سره ډېره زیاته مرسته کوي او نباید له هغو څخه ناخبره شئ.

۴ – په هر ډول شرایطو کې مثبت واوسئ

یو کار رامنځته کوونکی باید درک کړي، چې کارونه تل د هغه په خوښه نه ترسره کېږي او کله وخت به له ستونزو او ننګونو سره مخامخ شي، په کار رامنځته کولو کې باید ماتې ومنئ، نباید ستونزو او سختیو ته اجازه ورکړئ، چې په اوږو باندې مو دروند پېټی شي؛ ځکه په یو بل باندې د سختیو امبارېدل، په پایله کې ستاسو د کارو بار د ماتې او سقوط سبب ګرځي.

۵ – په هر پړاو کې خپل ځان ته ډالۍ ورکړئ

کله چې د خپل پروګرام او کار هر پړاو ته ورسېدئ، نو خپل ځان ته ډالۍ ورکړئ، البته اړتیا نه شته، چې لوړه بیه او ځانګړې ډالۍ واخلئ. د بېلګې په توګه کولای شئ، د سبا ناري لپاره خپل ځان رسټورانټ ته وبلئ یا داسې یو څه واخلئ، چې ورته اړتیا لرئ، په دې کار سره، د لا ډېر کوښښ لپاره هڅول کېږئ او تګلوري ته د دوام ورکول لپاره به کافي انګېزه ولرئ، سر بېره پردې، خپل ځان ته په ډالۍ ورکولو سره، له یوه پړاو څخه تېرېږئ او دا ښه احساس لرئ، چې موخې ته د رسېدو لپاره، یو ګام نږدې شوي یاست، نو همدا کوچنۍ ډالۍ له تاسو سره مرسته کوي، چې خپل تګلوري ته دوام ورکړئ.

۶ – ورځنی منظم پروګرام ولرئ

کله چې دقیق ورځنی پروګرام ولرئ او په خپل توان سره یې وڅارئ، نو ښه او اغېزمنه پایله به ترلاسه کړئ، کله چې په دې باندې پوه شئ، چې څه کار باید ترسره شي، نو د بېځایه تېر شوي وخت کچه ډېره زیاته را ټیټېږي؛ ځکه پوهېږئ، چې بل ګام څه دی او کوم کار باید ترسره شي.

د بېلګې په توګه: وړاندیز کېږي، چې خپل پروګرام داسې تنظیم کړئ، چې د ورځې درې ځله خپل برېښنا لیکونه ولولئ او هغو ته ځواب ورکړئ، نو د دې کار لپاره به بېځایه تېر شوی وخت ونه لرئ. دم ګړۍ کولای شئ، له دې وخت څخه، د خپل کار و بار د پرمختګ په لاره کې په ښه توګه ګټه واخلئ.

۷ – کله وخت خپل ځان ته استراحت ورکړئ، ترڅو دوه برابره انرژي ترلاسه کړئ

ډېری کسان داسې تصور کوي، چې د بریا لپاره باید د ورځې په پرله پسې توګه ۱۸ ساعته کار وکړي. ښایي دا ادعا سمه وي او د بریالي اوسېدو لپاره  ډېر کار او هڅې ته اړتیا ولرئ؛ خو دا په دې مانا نه ده، چې له کور او کورنۍ څخه وخت غلا کړئ او په کار ځای کې ژوند وکړئ.

کله وخت باید رخصتي واخلئ او څو ورځې له کار ځای څخه لرې شئ، د انرژي د ترلاسه کولو لپاره، له خپل کار و بار څخه واټن واخلئ، ترڅو دوه برابره روحیه او انګېزه پیدا کړئ. ډېری کسان له سفر وروسته ډېرې ښې آیډیاوې لري او فوق العاده پایلې ترلاسه کوي.

۸ ـــ هره ورځ د خپل ځان لپاره وخت په پام کې ونیسئ

داسې پروګرام جوړ کړئ، چې له کار څخه یو ساعت مخکې او یو ساعت هم وروسته، ورزش او بدني فعالیت ولرئ. ښایي غوره وي، چې د خپل ځان لپاره وخت ځانګړی کړئ، البته مهمه نه ده، چې د ورځې کوم ساعت وي؛ بلکې مهمه داده، چې خپل ځان مهم وګڼئ. که متاهل یاست له خپلې کورنۍ او دوستانو سره بهر لاړ شئ، بریا یوازې کار کول نه دي؛ بلکې د کار او ژوند ترمنځ د توازن رامنځته کول، تاسو بریا ته رسوي او انګېزه مو زیاتوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن