اجتماعی

کډوال او زمونږ مسؤلیت

ساجدالله عظمت ټولو افغانانو ته څرګنده ده چې د ثور له کودتا وروسته کمونیستانو ظلمونه شروع کړل، د مجاهدینو عملیات او بریدونه هم سخت شول، نو ډېرو افغانانو ګاونډيو هېوادونو ته هجرت پيل کړ، هیچا هم دا سوچ نه کاوه چې مونږ باید ګاونډيو هېوادونو ته هجرت و نه کړو؛ ځکه دا خطرناکې او ناوړه پایلې لري. د هر چا چې کوم لور ته وس او توان و او کېده، هماغه لور ته یې هجرت کولو او پښې یې سپکولې.

 

ساجدالله عظمت

ټولو افغانانو ته څرګنده ده چې د ثور له کودتا وروسته کمونیستانو ظلمونه شروع کړل، د مجاهدینو عملیات او بریدونه هم سخت شول، نو ډېرو افغانانو ګاونډيو هېوادونو ته هجرت پيل کړ، هیچا هم دا سوچ نه کاوه چې مونږ باید ګاونډيو هېوادونو ته هجرت و نه کړو؛ ځکه دا خطرناکې او ناوړه پایلې لري. د هر چا چې کوم لور ته وس او توان و او کېده، هماغه لور ته یې هجرت کولو او پښې یې سپکولې.

اوس ډېر مبصرین او شنونکي دي، هغوی د افغانانو هجرت ناسم بولي او بد ورته ویلي، هغوی استدلال کوي چې په هجرتونو سره د پردیو لاسونه راوغځېدل، مونږ ورته وایو چې هېواد ته کمونیستانو د پردیو لاسونه را اوږده کړل، ځکه هغو په یو   جمهوري نظام باندې یرغل وکړ او هغه یې نسکور کړ، هغه مهال ټول پوهاندان، مبصرین او شناندان غلي او چوپ وو، په کمونیستانو یې اعتراض نه کاوه چې ولې یې قانوني حکومت راوپرځاوه او افغانان یې هجرت ته اړ کړل؟

ځکه مهاجر شول او هجرت یې وکړ چې کمونیستانو پر دوی باندې بې ساري ظلمونه کول، ډېرو کمونیستانو ترقي وکړه او په لوړو څوکيو وځلېدل، ښوونکی د والي په څوکۍ کېناست او ډېر ښوونکي او معلمان د علاقه دارانو او ولسوالانو په ګدیو کېناستل!!

لنډه دا چې د کمونیستانو کودتا او د سردار محمد داود جمهوري نظام راچپه کولو د افغانانو هجرت ته لار هواره کړه. (تنګ آمد به جنګ آمد/په تنګ شو نو په جنګ شو) بیا یې سوچ او فکر نه کاوه چې زمونږ ګاونډیان به یو وخت زمونږ له مجبوري نه ناوړه استفاده کوي، زه به یې هغه هېواد ته هجرت نه کوم او هغه لور ته به نه کډوال کیږم چې سبا هغه له ما نه بده استفاده کوي او ما استعمالوي!!!

له ډېرو لیکلو وروسته باید دې خبرې ته راشم چې زمونږ ګاونډيانو له مهاجرینو سره بد او ناوړه سلوک غوره کړ او داسې مهال یې هغوی اړ او مجبور کړل چې زمونږ په هېواد کې سوړ ژمی راتلونکی دی او افغانان به له ستونزو سره مخ شي. خواوشا ۴۵ کاله مو په ګاونډيو هېوادونو کې شپې ورځې سبا و بیګا کړې، څه ښه وايي: پردی کټ تر نیمو شپو وي.

دا دی د پاکستان لنډمهالي غیرمنتخب صدراعظم اعلان وکړ چې بې اسنادو بهرني له خپل هېواده باسي او د اکتوبر وروستۍ ورځ یې د دوی د وتلو وروستۍ نېټه وټاکله، نو زمونږ هېوادوالو له یاد هېواده پښې راسپکې کړې او په پردیو هېوادونو یې خپل هېواد ښه وباله، ځينې راغله او نور د راتلو په حال کې دي.

څوک وايي:

وطن وران دی او د ورانو به څه خوند وي

وران دې وي، وران دې وي، وران راباندې ګران دی

ایران هم هره ورځ له خپل هېواده افغانان راستنوي، خو مطبوعات او رسنۍ د پاکستان خبرونه ډېر خپروي او بل دا چې هلته مېشت افغانان به خیبر پښتونخوا کې وي او دا سیمه د ډيورنډ په توره دوه پړکه شوې ده او ۱۰۰ کاله یې هم پوره شوي، بلکې په داسې وخت کې بشپړ شوي چې هغه مهال په افغانستان کې د زورواکو خپلمنځي جنګونه وو، هیچا هم د جنګونو له لاسه د ډيورنډ کرښې نوم نه اخیست. بس یوازې د خپل سر امن یې غوښت او نور یې څه نه ویل. او واک هم له هغه چا سره وو چې هغوی د یادې کرښې پلویان دي او په جهر یې د دې کرښې ملاتړ کاوه.

کله چې مجاهدین (په ۱۳۷۱ هـ ش کې) کابل ته ننوتل، نظام یې جوړ نه شو کړای، نو ځينې خلک کډوال شول او بعضې مهاجرین خپل ټاټوبي ته راغلل چې دوهم ځل بیا کډوالي ته اړ شول. لا تراوسه په ایران او پاکستان کې میشت دي، ولې اوس د پاکستان علماؤ هم ویلي، له پاکستانه د مهاجرو او کډوالو په زور وېستل د دې هېواد صدراعظم سمه پرېکړه ده، اما بل لور ته نورو علماؤ او ملتپالو دا خبره رده کړې او ویلي یې دي چې اوسمهال د افغانانو وېستل او هغه هم له مهالوېش نه پرته او ظالمانه فیصله ده

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *