
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، په چارو کې د روڼتیا او د وړ کسانو پر ګومارنې او جذب ټینګار کړی
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د عوایدو کچې د لوړولو او پرمختګ لپاره په مشورتي ناسته کې، په چارو کې د روڼتیا او د وړو اشخاصو پر ګومارنې او جذب ټینګار کړی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د عوایدو کچې د لوړولو او پرمختګ لپاره په مشورتي ناسته کې، په چارو کې د روڼتیا او د وړو اشخاصو پر ګومارنې او جذب ټینګار کړی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ناسته کې د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ، افغان ګاز تصدۍ او د هایدروکاربنونو د سروې کارونو د ښه والي او د ستونزو د ښه حل په موخه په جلا توګه مشورتي ناستې ترسره شوې چې د یادو برخو د عوایدو کچې د لوړولو لپاره له نویو میتودونو څخه کار واخیستل شي.
دغه راز په ناسته کې اړوندو رئیسانو خپل کاري راپورونه، راتلونکي پلانونه او یولړ ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې کړې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د هغوی د چارو او لاسته راوړنو راپورونه، وړاندیزونه او ستونزې اورېدلې او د وزارت د اصلاحي طرحو او پلانونو او د عوایدو کچې د لوړولو مېتودونو په اړه یې لازمې لارښوونې کړې دي.
هغه دغه راز په چارو کې د روڼتیا او د وړو اشخاصو پر استخدام او جذب ټینګار کړی دی.