افغانستان
ننګرهار کې د ۱۱.۷ میلیونو افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې
د جلال آباد ښاروالۍ له لوري په اتمه ناحیه کې د ۱۱.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک او ویالو د کانکرېټ کېدو چارې پیل شوې دي.
د جلال آباد ښاروالۍ له لوري په اتمه ناحیه کې د ۱۱.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک او ویالو د کانکرېټ کېدو چارې پیل شوې دي.
د جلال آباد ښاروالۍ مسئولین وایي، د ښار اړوند د اتمې ناحیې په ملنګ جان مېنه کې د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د ۷ مترو په پلنوالي د یو کیلومتر سړک چارې چې دواړو لورو ته ۲ کیلو متره ویالې هم لري د کانګرېټ کولو چارې پيل کړې دي.
د ننګرهار د تخنیکي او سکتوري چارو ریاست وایي، په دغه سړک باندې ۱۱.۷میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې ټول د جلال آباد ښاروالۍ له داخلي عوایدو ورکول کېږي او چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.