ورزش

افغان کرکټ بورډ له عمرګل سره د روزونکي په توګه قرارداد ونه غځاوه

د پاکستان پخواني چټک توپ اچونکي عمرګل په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې سره یې دنده پای ته رسېدلې ده.

د پاکستان پخواني چټک توپ اچونکي عمرګل په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې سره یې دنده پای ته رسېدلې ده.

عمرګل د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې د افغان ملي لوبډلې د روزونکي په توګه رسمي دنده پيل کړې وه.

نوموړي د ډسمبر میاشتې په ۳۱ نېټه په یوه ټويټ کې لیکلي: « لکه څنګه چې  د افغانستان کرکټ ټیم سره زما د روزنې دوره پای ته ورسېده، زه له دوی څخه مننه کوم چې په ما یې باور وکړ. ما په خپل ټول توان له دې لوبډلې سره کار کولو او دا زما په روزنیزه دنده کې ډېر ښه وخت و. زه دوی ته په راتلونکي کې ښه وخت غواړم.»

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د رسنیزې څانګې مشر عبدالله خان پکتیاني په دې تړاو وېیلي چې له عمرګل سره د ۵ میاشتو هوکړه لیک لاسلیک شوی و او د ډسمبر میاشتې له پیله ورته د قراداد د نه غځولو وېیل شوي وو.

پکتاني وېیلي: «ښاغلي عمرګل ته د متحده عربي اماراتو له لنډمهاله تمریناتي کمپ وروسته چې د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل میاشت کې ترسره شو او نوموړي او ښاغلي یونس خان دواړو په کې د توپ اچونې او توپوهنې د روزونکو په توګه ګډون درلود او ښه مؤثریت یې په کې ښودلی و، د همدې کال په اګست میاشت کې پنځه میاشتنی قرارداد ورکړل شو چې د ډسمبر په وروستیو کې پای ته ورسېده. عمرګل په یاده موده کې د افغان توپ اچوونکو په روزنه کې غوره رول ادا کړی، دا چې اوس یې قرارداد پای ته رسېدلی، افغان کرکټ بورډ ورته د بریاو، لاسته راوړنو او خوښیو ډک ژوند هیله کوي.»

کرکټ بورډ نه دي وېیلي چې د نوموړي پرځای به څوک د افغان ملي لوبډلې د روزونکي په توګه په دنده وګوماري.

باید ووېیل شي چې افغان کرکټ بورډ ادارې په تېرو کلونو کې په پرله پسې توګه خپل نړیوال روزونکي بدل کړي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *