اجتماعی

د کانونو کېندنې؛ به اقتصادي بحران پای ته رسېږي

د کانونواو پټرولیم وزارت په زیار د وړمې ورځې په مراسمو کې چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په شتون کې د 6.557 میلیارد ډالرو په پانګونې د 7 لویو کانونو تړونونه د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاورله خوا د بېلابېلو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شول نه یواځې په ملي اونړیواله کچه رغنده مطبوعاتي غوغا رامنځته کړه او د اقتصادي تحرکاتو مثبت غبرګونونه هم څرګند شول، جنګ ځپلي هېواد وال هم ډېر خوشحال شول چې د بېوزلۍ له منځه وړلو او په ځان د بسیا کېدو لپاره عملي لارې چارې د پیل کېدو په حال کې دي.

جمال کوټوال

همدا چې د 7 سترو کانونو د کېندنې لپاره د کورنیو  او بهرنیو ګډو شرکتونو له مسئولینو سره د قرار دادونو د جزئیاتو د واضح کول لپاره په روڼ له ښاغلي دلاور سره خبرې درلودې، ددې ډلې نه د چينایي شرکت مشر چې د تخار دسرو زرو کان د کېندنې لپاره قرارداد لاسلیک کړی دی، د شرکت رئیس ته په خطاب کې وویل: چې چین د افغانستان لرغونی دوست دی له همدې امله له تاسو غواړم چې د قرار داد د محتویاتوسره سم په چاروکې رونټیا په پام کې ونیسئ او په پوره صداقت سره د تړون په پلی کېدو ګام په ګام چټک پر مخ لاړ شئ.

د چينایي شرکت د پلاوي مشر د وزیر ددې خواست په مقابل کې د خوښۍ په څرګندولوسره وویل: دا چې اسلامي امارت په موږ اعتماد وکړ په پوره چمتوالي سره ډاډ درکوو چې د چارو په شفافیت کې به د موډرنې ماشینرۍ په کارولو به په پوره چټکتیا چارې سمبال کړو.

چينايي لوري همدارنګه د کار په بهیر کې د ځینو شخړو د حل او فصل د هوارولو لپاره د نړیوالې محکمې غوښتنکي شو،  خو د وزیر ځواب دا وه چې په سملاسي توګه افغان حکومت لا په نړیواله کچه په رسمیت نه دی پېژندل شوی، ځکه نو ډاډ در کول کېږي چې د افغانستان اسلامي حکومت چې یو پیاوړی مرکزي حکومت دی د کارپه بهیر کې د هر ډول شخړو د حل فصل وړتیا لري، چې په دې توګه نړیوالې محکمې ته اړتیا نه لیدل کېږي او له دې پلوه اندېښنه مه کوئ.

په بله وینا تاسو د 310 میلیونه ډالرو قرار داد لری په داسې حال کې چې یو بل شرکت د 800 میلیونه ډالرو په پانګونې د نړیوالې محکمې خبره نه ده مطرح کړې بلکې یواځې یو پربل اعتماد کافي بلل شوی دی ښاغلي دلاور وویل: داچې دلته اسلامي حکومت دی او ټول قوانین یې اسلامي دي نو ځکه به زموږ له پلوه هیڅ ډول سرغړونه نه وي.

وروسته چينايي لوري په کارونو کې د مداخلې او احتمالاً د ځینو زور واکو له پلوه د مزاحمتونو یادونه وکړه،  چې د سرپرست وزیر له خوا ورته بیا ډاډ ورکول شو او ددې اندېښنې د لرې کولو لپاره د شرکت ټول پرسونل ته د مسئولیت د کارتونو ورکولو ژمنه وکړه.

د تخار د سرو زروکان د استخراج له مخې به 56 سلنه اسلامي امارت او پاتي به په شرکت پورې اړه ولري.

د بدخشان، تخار، قندز او بغلان ولایتونو د سرو زرو کانونه چې د لسیزوکالونو  را په دې خوا یې کیندنې په غیر قانوني توګه روانې وې دا وخت د ټولو غیر قانوني کېندنو او قاچاق کولو د کانونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوی شوی دی د کانونو او پټرولیم وزارت وینا ده:

دا محال د کانونو د ساتنې او څارنې لپاره د هېواد په 34 ولایتونو کې ولایتي کمېټې جوړې شوي دي او په مرکز کې بین الوزارتي کمېټه په کار لګیا ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *