
د روغتیا او سلامتیا په ساتنه کې د سپورت ارزښت
ه شک پرته، چې روغتیا او سلامتی یو ستر، مهم او ارزښتناک نعمت دی، چې هیڅ کومه پانګه، شتمني او ځواک ورسره برابرتیا نه شي کولای، له روغتیا او سلامتیا پرته، هیڅ ډول خوراک او څښاک، د لیدلو وړ منظرې، منصب او څوکۍ به د لیوالتیا وړ نه وي.
شاه محمود درویش
له شک پرته، چې روغتیا او سلامتی یو ستر، مهم او ارزښتناک نعمت دی، چې هیڅ کومه پانګه، شتمني او ځواک ورسره برابرتیا نه شي کولای، له روغتیا او سلامتیا پرته، هیڅ ډول خوراک او څښاک، د لیدلو وړ منظرې، منصب او څوکۍ به د لیوالتیا وړ نه وي، که چیرې د یو چا روغتیا له زیان سره مخ وي، نوهغه چمتو دی، چې خپله ټوله مادي شتمنۍ او ټول اقتصادي امکانات د خپلې روغتیا د بیرته اعادې په برخه کې ولګوي. همدارنګه که کوم ځواکمن شخص هم له کومې ناروغۍ سره مخ شي، له خپل ټول ځواک او اقتدار څخه به د خپلې روغتیا د بیرته ترلاسه کیدو په موخه کار واخلي، که چیرې د درملنې لړۍ یې، ددې غوښتنه وکړي، چې دنده پریږدي، نوله ځنډ پرته به دغه کار وکړي او د روغتیا بیرته ترلاسه کیدو په انتظار له دندې څخه استعفا به دده لپاره یو جزیل او په زړه پورې چاره وي. په یو مبارک حدیث کې داسې راغلی دی: (عن ابن عباس رضی الله تعالی عنهما قال قال النبی صلی الله علیه وسلم نعمتان مغبون فیهما کثیر من الناس، الصحة والفراغ)(صحیح البخاری، دحدیث شمیره ۴۶۱۲) ژباړه: له حضرت ابن عباس رضی الله تعالی عنهما روایت دی، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: دوه نعمتونه دي، چې ډیری خلک په اړه یې زیانمن کیږي، روغتیا او فراغت.
(من اصبح منکم امنا فی سریه معافی فی جسده، عنده قوت یومه فکانما حیزت له الدنیا)
(سنن ترمذی، دحدیث شمیره ۲۳۴۶، کتاب الزهد) ژباړه : که یو شخص سهار ومومي، په داسې حال کې، چې د امنیت له سیوري څخه برخمن وي، وجود یې روغ او د خپل یوې ورځې خواړه په خپل واک کې ولري، داسې مثال لري، چې د نړۍ ټوله شتمنۍ ده ته ورکړل شوي وي. پر دې بنسټ، کله چې د روغتیا او سلامتیا لوړ ارزښت د اسلام له نظره وپیژندل شو، نو د روغتیا او سلامتیا د ساتنې زمینې هم ترډيره روښانه شوې او له دې اړخه نور ارزښت هم پیدا کوي. دا ثابته ده، هغه څه، چې له زیات ارزښت څخه برخمن وي، نوساتنه او وقایه یې هم زیاتې پاملرنې او اهتمام ته اړتیا لري.
پر دې بنسټ، لوبه اوفزیکي فعالیتونه د روغتیا ساتنې لپاره تر ټولو اسانه او ارزانه لاره ده، چې په لاندې توګه تر بحث لاندې نیول کیږي.
سپورټ، سلامتیا او روغتیا ساتنه: په منظم ډول د فزیکي فعالیتونو ترسره کول او مناسب سپورت، د عمر په ټولو دورو کې تر هر راز شرایطولاندې د ټولو وګړو لپاره ډیر زیات اهمیت لري او د روغتیا په ساتنه او وقایه کې له پام وړ ګټو څخه برخمن دي. همدارنګه سپورت، د یو شمیر ناروغیو د مخنیوي په برخه کې، تر ټولوغوره کړنلاره ګڼل شوې ده. منظم سپورټ او فزیکي فعالیتونه، دبدن د عضلاتو، مفاصلو او غړو د حرکت لامل ګرځي، زیرمه شویي شحمیات او انرژۍ مصرفیږي، اطراح کیږي او له بدنه خارجیږي. د سپورټ او بدني تمرینونو په پایله کې چې د تعرق لامل ګرځي، هغه اضافه مالګه، چې له صحي اړخه زیامن دي، د پوستکي منافې څخه د باندې وځي. له جسمي وړتیاوو سره سم تنظیم شوي سپورټ او ورسره جوخت، د کیفیت او روغتیايي ملحوظاتو له پلوه متعادل او معیاري غذايي رژیم، کولی شي، د روغتیا وضعیت په نورمال او عادي بڼه وساتي. له روغتیايي خواړو سره یو ځای، متناسب او مداوم سپورتي فعالیتونه او حرکتونه، له ناخوندي واړو څخه ډډه کول، د بدن د اړتیاوو په پام کې نیولو سره له اسراف اوزیات خوراک څخه ځان ساتل او په خوراک کې د تعادل او انډول ساتل، په دې برخه کې، د روغتیا او سلامتیا لپاره، تر ټولو غوره محافظتي کړنلاره ده.
فزیکي فعالیت، د وقايې په برخه کې یوه غوره کړنلاره ده، او وقایه تر درملنې غوره ده.
فزیکي فعالیت، د بدن د توازن او همغږۍ په برخه کې، مثبتې اغیزې لري.
له چاغوالې په مخنیوي کې د سپورټ ارزښت: چاغوالۍ، د غیرې نورمالو شحمیاتو او د بدن له اړتیاوو د مازادو موادو د رسوب په پایله کې رامنځته کېږي. دغه چاره، دبدن وزن له نورمال حد څخه زیاتوي او تر یوه بریده شریانونو ته تصلب ورکوي. هغه ده، چې دبدن په سیستمونو کې یې یو ډول تکلیف او مضیقه رامنځته کوي او ورو ورو ستونزمن کېږي، چې له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره، تر ټولوغوره لاره هماغه سپورتي تمرینونه او مداوم او متوازن فزیکي فعالیتونه دي.
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کې راغلي دي، چې ځواکمن مومن تر کمزوري مومن، غوره ده: ژباړه: ابو هریرة رضی الله عنه وايي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ځواکمن مومن، د الله تعالی په نزد، ترکمزوري او کم ځواک غوره او د خوښې وړ ده(یعنې الله هغه خوښوي). (صحیح المسلم، دحدیث شمیره ۲۶۶۴، کتاب القدر )
په رښتینې توګه، د مستعد، ځواکمن او روغ بدن لرل، انسان ته دا وړتیا او ځواک وربښي، چې نورې حسنه او غوره چارې سرته ورسوي، له اسلامي ارزښتونو څخه دفاع وکړي او له خپل حیثیت او نوامیسو څخه د ساتنې وړتیا او ځواک ولري او همداراز کولی شي، له کمزورو، بیوزلو او مظلومینو څخه په ښه توګه ملاتړ وکړي او په هر هغه ګټور حرکت او بهیر کې، چې د اسلام د اوامرو او نواهیو په تبعیت سره مطرح شوي وي، فعاله او محسوسه وڼده واخلي.
په دې توګه ښکاره ده، چې روغتیا ته پاملرنه او د روغتیا ساتنې د بنسټونو رعایت او د متعادلو او مستمر سپورتي تمرینونو په پام کې نیول، د انسان وجودي پیاوړتیا لاملونه برابروي. البته ځواکمنتیا، یوازې په ظاهري اړخ او وزن پورته کولو او چټګ تګ، پهلواني او په جګړو کې مقاومت پورې نه منحصریږي، بلکې ځواکمنتیا په دې معنا هم ده، چې بدن، په دننه د عوارضو او پیښو او د میکروبونومرموزو بریدونواو احتمالي ننګونو په وړاندې مقاوم وي. هغه څوک، چې په دوامداره توګه سپورت کوي، د جسم او روغتیا له پلوه هم پر یو ځواکمن شخص بدلیږي. هر راز میکروبونه، چې ځینې وختونه دده د وجود پر غړو برید وکړي د یوې پټې جګړې په پایله کې، ناکام او له ماتې سره مخ کیږي، همدارنګه هغه کسان، چې سپورت کوي، د وینو مجاري او د اعصابو رشتې یې، د منظمو حرکتونوله امله ، تل خپل نورمال وضعیت ساتي او یو شمیر موسمي او افاقي بدلونونه نه شي کولی، په بدن کې یې مسلط وضعیت ګډود کړي. نو له دې اړخه، هغه څوک چې سپورت کوي، هغه پیاوړی کس دی، چې هم په باندینۍ جبهه کې یې ځواک ځلیږي او د بدن سازمان په داخلي وضعیت کې ځواک یې د هرې منفي پدیدې په وړاندې، د ده مدافع وي.
له شک پرته، د اسلام د سپیڅلي دین اوامر او نواهي، د انسان د ژوندانه د ټولو اړخونو لکه اخلاق، روغتیا، معیشت، تعامل او لنډه دا چې د ده د دنیوي او اخروي ژوندانه د ټولو اړخونو لپاره ګټور او ارزښتناک دی، د لوبو هغه کړنلارې حلالې دي، چې د مسلمانانو د جسمي او روحي ځواکمنتیا او پیاوړتیا لامل ګرځي. رسول الله(ج) ویلي دي: ژباړه: او غشي وولئ، اې د اسماعیل زامنو، چې پلار مو غشی ویشتونکی و. (صحیح البخاری، حدیث شمیره ۲۸۹۹، کتاب الجهاد والسیرباب، غشې ویشتلوته هڅول)
ژباړه: غشې وولئ او سپرلي وکړئ، غشي ویشل مو تر سپرلي، ماته غوره ده. (سنن ابن ماجه، حدیث شمیره ۲۸۱۱ ، کتاب الجهاد)
(عن عقبة بن عامر یقول سمعت رسول الله یقول:
او له عقبې بن عامر څخه روایت دی، چې وویل، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واوریدل، چې یې وفرمایل: هغه څوک، چې غشي ویشتل زده کړه او بیا یې بیرته پریښود، له شک پرته چې له ما څخه یې نافرماني وکړه. (سنن ابن ماجه، حدیث شمیره ۲۸۱۴ ، کتاب الجهاد) ژباړه
ژباړه: له عقبة بن عامر الجهني څخه روایت شوی، چې یې وویل، د الله رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له خپل ځواک څخه هر هغه څه، چې په خپل توان کې یې لرئ، د دښمن په وړاندې چمتو کړئ، خو پردې پوه شئ، چې ځواک هماغه غشې ویشتل دی(پیغمبر دغه جمله درې ځلې تکرار کړه). (صحیح المسلم، حدیث شمیره ۱۹۱۷ کتاب الامارة)
ژباړه: له عقبه بن عامر څخه روایت دی، چې یې وویل، وامې وریده، چې د الله رسول وفرمایل: ډیر ژر یو شمیر ځمکې به ستاسې پر مخ خلاصې شي،(اوپه دې لاره کې) الله تاسې لره کفایت کوي، نو هیڅ یو مو د غشې ویشتلو په برخه کې، په ځان کې کمزورتیا ته لاره ورنه کړي. (صحیح المسلم، حدیث شمیره ۱۹۱۸ کتاب الامارة)
د آس زغلولو سیالی:
ژباړه: له ابن عمر څخه روایت دی، چې ویې ویل: د الله رسول، د هغو آسونو ترمنځ، چې د منډې لپاره چمتو شوي، ، له حفیا تر ثنیه الوداع اوهمدارنګه د هغو آسونو ترمنځ چې نه وو چمتو شوي، له ثنیې څخه تر بني زریق جومات پورې، یوه مسابقه برابره کړه، عبدالله بن عمر د هغو کسانوله ډلې څخه، چې په مسابقه کې یې ګډون درلود. (صحیح المسلم، حدیث شمیره ۱۸۷۰ کتاب الامارة)
ژباړه: له ابن عمر څخه روایت دی، چې یې وویل، د الله رسول فرمایلي دي: خیر او نیکي د قیامت تر ورځې د آس په تندی کې دي. (صحیح المسلم، حدیث شمیره ۱۸۷۱ کتاب الامارة)
پیغمبر صلی الله علیه وسلم همداراز ځوانانو ته اجازه ورکړې ترڅو د ده په شتو ن کې له یو بل سره غیږه ونیسي، ام المومنین عایشه رضی الله تعالی عنها د نسايي، ابن ماجه او ابو داوود په روایت سره ویلي، چې له پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره مې د منډې مسابقه لرله او تر هغوی مخکې شوم اوکله چې لږ چاغه شوې وم، هم له یو بل سره مو مسابقه وکړه ، چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم تر ما مخکې شو او وې فرمایل: دا(وړل) د هغه بل(بایلل) په وړاندي. (این حلال است و ان حرام است، ۵۳۷ مخ، عبدالقادر احمدعطا)
پیغمبر صلی الله علیه وسلم، له یو تن سره، چې نوم یې رکانه و، د مټو پر ځواک او وړتیا مشهوره و، غیږ ونیوله او هغه یې تر یو ځلي زیات، پرځمکه څملاوه.
په بل روایت کې راغلي، چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم له هغه سره غیږه ونیوله او هغه ځواکمن او پیاوړی و. ویې ویل، هرڅوک چې وڅملیده، نو باید پسه ورکړي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم، هغه پر ځمکه وڅملاوه، هغه سړي وویل: بیا راسره غیږه ونیسه. پیغمبر صلی الله علیه وسلم د بیا لپاره یې وڅملاوه، هغه سړي بیا غوښتنه وکړه، خو بیا هم پر ځمکه وڅملیده، نو هغه سړي وویل، چې د خپلې کورنۍ غړو ته به څه ځواب ووایم. نو که ورته ووایم، چې یوه یې لیوه وخوړه او یو بل یې ورک شو، نو د درییم په اړه به څه ووایم؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم، وفرمایل، موږ ماته او زیان دواړه پر تانه زغموو، خپل پسونه درسره یوسه. سربیره پردې، باید ووایو، چې چاغوالی هغه عوامل دي، چې روغ بدن له څو اړخه زیانمنوي، ښايي د استطباب په برخه کې، دا یو مبسوط، تفصیلي او اوږد بحث وي، خو دلته یوازې همدومره یادونه کوو، چې چاغوالی، د بدن غړي تر فشار لاندې راولي، وجود له یو ډول ستونزې او تکلیف سره مخ کوي او د بدن طبیعي وده ننګي، همدارنګه اضافه وزن، د چاغوالي د حتمي پایلې په توګه، د هډوکو، مفاصلو جوړښت اود بدن ټولنیز مقاومت او ځواک منفي اغیزې لري. او همداراز چاغوالی د فزیکي فعالیتونو د ترسره کیدو پر لاره هم خنډ ګرځي، د انسان خوښي، هڅه او زغم ختموي او په ورځینوچارو کې ژر ستړتیا او ژر زوړتیا له نورو پایلو څخه یې دي.
په هره کچه چې وکولای شو، د چاغوالي زیانونو په څیړنه او د انسان پر روغتیا او سلامتیا پر ناوړو اغیزو یې ټینګار وکړو او په هره اندازه له زیانه ډک اغیزې یې تشریح کړو، په بدل کې یې د سپورت او لوبې ارزښت موږ ته د یو ښه بدیل او انتخاب په توګه رامخې ته کیږي په دې توګه سپورت او دوامداره او پر له پسې فزیکي فعالیتونه په بدن کې اضافه شحم پر سوند تبدیلوي او اطراح کیږي، د وینې غوړوالی له منځه وړي، د بدن غړي برابر اوبیداروي، د وینې شریانونه او مجاري شفاف او نورمال کیږي او تمرین او تحمل، د وجود په نظام کې، خپل عادي بڼه او روال تر لاسه کوي.
ماخذونه اوسرچینې:
(دخوړو امنیت اوتغذیه د اسلام دسپیڅلي دین په رڼاکې) کتاب – کابل ۱۳۹۷ کال منی.