افغانستان

بې کیفیته پټرول بېرته ازبیکستان ته مسترد کړل شول

د سټنډرډ ملي ادارې ازبکستان هېواد ته د ۶ واګونه بې کیفیته پټرولو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی.

د سټنډرډ ملي ادارې ازبکستان هېواد ته د ۶ واګونه بې کیفیته پټرولو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی.

د یادې ادارې ویاند عاشق الله وزیري باختر آژانس ته وویل، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې دومره اندازه بې کیفیته تېل بېرته ازبکستان هېواد ته مسترد کېږي.

وزیري زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

نوموړي له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه وکړه، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.

د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې تر دې وړانډې هم هېواد ته د لسګونه ټانکره بې کیفیته نفتي توکي او هایدروليک بېرته اړوندو هېوادونو ته مسترد کړي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *