
په ټولنیز ژوند کې د ګوتو د نښې استعمال
د ګوتې نښه د اشخاصو د هویت د تثبیت لپاره یو داسې فارقه ( جلا کوونکي ) علامه ده، چې د انسانې ټولني د افرادو په هر فرد پورې منحصره ده، د ګوتو نښه د انسانانو د هویت د تثبیت لپاره یوه خاصه بیلوونکې علامه شمېرل کېږي.
پوهیالی عبدالحی ابراهیمي
د ګوتې نښه د اشخاصو د هویت د تثبیت لپاره یو داسې فارقه ( جلا کوونکي ) علامه ده، چې د انسانې ټولني د افرادو په هر فرد پورې منحصره ده، د ګوتو نښه د انسانانو د هویت د تثبیت لپاره یوه خاصه بیلوونکې علامه شمېرل کېږي.
د ګوتو نښې سکین کول یو له خورا مشهورو بایومیټریک میتودونو څخه دی چې په بېلابېلو برخو کې کارول کېږي ، د مجرمینو پیژندلو څخه نیولې حساس سیسټمونو او معلوماتو ته لاسرسی ، د سمارټ تلیفونونو امنیت ساتلو ، په مختلف سیسټمونو کې راجسټریشن او حتی د ودانیو دروازې بندولو پورې په رسمي او شخصي توګه کارول کېږي.
په دې لیکنه کې به د ورځني او ټولنیز ژوند کې د ګوتو د نښانونو تر ټولو مهم د استعمال ( کارونې ) ځایونه زده کړو.
په ټولنیز او ورځني ژوند کې د ګوتو نښانو استعمال ( کارول )
- 1. د مجرمینو او وژل شویو کسانو د هویت معلومول:
د ګوتو نښې د عدالت په ډګر کې مهم اثباتي رول لری، جنايي پولیس، څیړونکي او شنونکي د وژنو او ورته جرایمو قضیې حل او د جرم له صحنې څخه راټول شوي شواهد او د ګوتو نښې د قربانیانو، شاهدانو او شکمنو ګوتو نښو سره پرتله کوي او د قضيې اصلي فاعل پيدا کوي.
- کمپیوټرونه، لپټاپونه او سمارټ تلیفونونه
په الیکترونیکي بریښنایی پروګرامونو کې د ګوتو نښې له 2000 میلادي کال راهیسې استفاده کېږي.
په نوو ځیرکو موبایلونو کې معمولاً د ځینو اپلیکیشنونو په انسټالولو او یا هم د تلیفون د ننه د ځینو ترتیباتو په درلودلو سره، د ځانګړو پروګرامونو، مسینجرونو، حساسو یا شخصي فایلونو او نورو ډېرو شیانو د ګوتو د نښې په سکینر سمبالېدای شي او د پردیو او نا اشنا افرادو د استعمال احتمال را ټیټوي.
- بانکداري
د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې یو شمېر بانکونو خپلATMs د ګوتو نښې سکین کولو سیسټم سره سمبال کړي ترڅو کاروونکي وکولی شي د ګوتو نښې سکین کولو له لارې د پاسورډ داخلولو پرځای مطلوبه معامله ترسره کړي.
- د ترانسپورټ سیسټمونه او هوایی ډګرونه
نن ورځ په ځینو هوایی ډګرونو کې د هغو خلکو لپاره چې ډیری وختونه په نړیواله کچه سفرونه کوي یوې ځانګړې ( ٰVIP ) برخې ته ننوځي او د اوږدو صفونو د درېدو او د پاسپورټ کنټرول ته د انتظار کولو پرځای د دوی د ګوتو نښانونه سکین کوي او د پېژندنې وروسته د پرواز اجازه ورکوي.
- شخصي موټر
بایومتریک ټیکنالوژي د موټرو صنعت ته هم ننوتلې او ورځ تر بلي يې استعمال زیاتېږي د بیلګې په توګه په ځینو موټرو کې د ګوتو نښې سکین کول یا نور بایومیټریک سیسټمونه لکه د غږ پیژندلو څخه کار اخیستل شوی ترڅو موټر چالان کړي.
- روغتونونه او د وینې بانکونه
د وینې په ځینو بانکونو او روغتونونو کې د ځانګړي پاملرنې ، د ماشومانو او درملو په څانګو کې د بایومتریک سیسټم څخه استفاده کېږی، ترڅو د غیر مجاز اشخاصو او افرادو د ننوتلو مخه ونیول شي.
- ښوونځي، مدرسې او پوهنتونونه
د نن عصر په تعلیمي او تحصلیي بنسټونو کې د ګوتو د نښان سکینر د حاضري او غیر حاضري، او همدا راز له کتابتون څخه د کتابونو د پور اخیستلو په منظور استفاده کېږي.
- سپورټ او ورزشي هالونه
لکه څنګه چې تاسې پوهېږئ د کلپونو مسؤلينو د کلپونو او جیمونو د ورزشي تجهیزاتو د غیر قانونی احتمالي استعمال د مخنیوي لپاره د بایومټریک پیژندنې ټیکنالوژۍ دروازي نصبوي.
- د کارمندانو استخدام
په ځینو لویو شرکتونو ، موسساتو او رسمي اداراتو کې د راجسټریشن هغه وسایل چې د ګوتو نښې سکینرونو په وسیله سمبال وي، د نویو کارمندانو د شالید او احتمالي خراب تاریخ چک او کنترول لپاره کارول کیږي، کوم چې د استخدام مسأله ګړندۍ او پدې برخه کې احتمالي غلطۍ را کموي.
- ودانیو ته ننوتل
مختلفو اداري مراکزو او مهمو ودانیو ته د ننوتلو لپاره د ګوتو د نښان سکین کولو تاریخ نوی نه دی بلکه دا طریقه د کلونو راهیسې کارول کېږي ترڅو ودانیو ته د غیرقانوني خلکو د ننوتلو مخه ډب کړي.
سپارښتنې:
۱ـ د اسلامي امارت ټول ادارات باید د نویو افرادو او اشخاصو د استخدام څخه مخکې د هغوي شالید د بایومتریک په وسیله چک او کنترول کړی.
۲ـ د کورنیو چارو وزارت مقام او اړوند نظامی وزارتخانې چې دولتي او غیر دولتي اشخاصو ته د وسلو جواز ور کوي باید ټول اړین معلومات ثبت او د ګوتې نښانونو باوري پرمختللي بایومتریک منظم آرشیف او د وسلو جوازونه ورکړي او داسې نور…
۳ـ د اسلامي امارت ټول نظامي، ملکي، دولتي او خصوصي ادارات باید د خپلو کارمندانو لپاره د ننوتلو او راوتلو لپاره د بایومتریک ځانګړي دروازې او قلفونه چې د ګوتو نښان سکینر ولري نصب کړي تر څو د کارمندانو د غیابت، ډنډې ته د کارمندانو ناوخته راتګ او د وخته تګ مخنیوي کېږي او همدا رنګه د غیر مجاز افرادو دا خل ته د تګ احتمال کموي او نسبتاً د امنیت خوندیتوب ډاډمنه فضاء رامنځ ته کوي.
۴ـ د بانکونو او شخصي خوندي ځایونو د دروازو د خلاصېدو لپاره د ګوتو نښې سکینر نصبول او په ځانګړي توګه د هغو خلکو لپاره چې د امنیت د تامین په اړه يي اندیښنه شتون ولري.
۵ـ د ښاروالي ریاست په مرکز او ولایاتو کې باید د تفریحي ځایونو ته د ننوتلو ټکټونو اخیستل د ننوتلو په وخت کې د ټکټ اخیستلو په ساحه کې د درغلۍ مخنیوي لپاره د ګوتو نښې سکینرونه نصب کړي.
پایله:
که څه هم په مختلفو برخو کې د ګوتو نښانو کارول کومه نوې تیکنالوژي نه ده، دې تکنالوژي په دوامداره توګه وده کړي او ورځ تربلي کاروونکو ته د امنیت خورا پرمختللي کچې وړاندې کوي.
البته، منظم قلفونه مات کېدای شي، پاسورډونه هیریدای شي، او هغه پاسورډونه چې موږ آنلاین د ننه کوو هغه هیک کیدای شي، مګر د ګوتو نښې او ورته بایومیټریکونه لکه د مخ او سترګو په ګډون د امنیت ، حساسو معلوماتو او بانکي حسابونو د امنیت ساتلو لپاره کټور او استفاده کېږي، په پورته مقاله کې د ګوتو د نښانو د یو څو عام خورا مهم ذکر شوه.
منابع:
۱ – عارفی ،محفوظ الله. (۱۳۹۹). کریمنالیستیک ، ننګرهار: یارخپرندویه ټولنه.
۲ ـ ببرک زی ،عمر.(۱۳۸۹).کریمنا لستیک . کابل: انتشارات میوند
۳ – فاریابی ،محمد اغظيم. (۱۳۹۰). کشف علمی جرایم .کابل :رسالت .
۴ – گلبهاری ،غلام فاروق . (۱۳۸۴). کریمنال تخنیک. کابل: نشرات پولیس .
۵ – واصل ،عبدالاقرار.(۱۳۹۲). کریمنالستیک، کابل: وزارت تحصیلات عالی.
۶ – وردگ، صدیق، ایوب اصیل .(۱۳۴۸). تحقیقات علمی جنایی.کابل: دولتي مطبعه.