تبصره

ماین پټ او نه هېرېدونکی دښمن دی

ماینونه او ناچاودلي توکي په هېواد کې د اوږدو جګړو ناوړه میراث دی، چې زموږ د ډېرو هېوادوالو ژوند ګواښي.

د باختر آژانس  مبصر؛ ذ

ماینونه او ناچاودلي توکي په هېواد کې د اوږدو جګړو ناوړه میراث دی، چې زموږ د ډېرو هېوادوالو ژوند ګواښي.

د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي:  د دغه سازمان امنیت شورا به ډېر ژر د ماینونو پر وړاندې د افغانانو د خوندیتوب په هکله یوه غونډه جوړه کړي.

اوچا څرګنده کړې، چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې تر ۷۰۰ زیات ماشومان په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنې له امله وژل شوي او زیاتوي په اوسط  ډول هره ورځ په افغانستان کې دوه ماشومان د ماینونو قرباني کېږي.

ملګروملتونو په داسې حال کې چې په افغانستان کې له ماینونو سره د مبارزې په موخه غونډه جوړوي لا اوس هم د افغانستان ځینې برخې په ماینونو او ناچاودو توکو ککړې دي او دا ډول خطرناک توکي زیاتره د پخوانیو امنیتي پوستو، پوځي اډو شاوخوا سیمو کې شتون لري.

افغانستان د اوږدې جګړې له پلوه په نړۍ کې تر ټولو زیات ځمکني ماینونه لري، چې په هېواد کې څو کلونه وړاندې د ماین پاکۍ پروګرام پیل شو، چې له یوې خوا د مرستندویه بنسټونو له لوري د پلان نشتوالي له بلې خوا په هېواد کې د جګړو دوام، په هېواد کې د ماینونو د راټولولو پروګرام اوږده کړ.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو او هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ د بهیر ملاتړ کوي، ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ میلادي کلونه یې په افغانستان کې د ماینونو د ستونزې د پای کال اعلام کړی و، خو برعکس، په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو خطر خورا زیات دی.

نړیوال بنسټونه او دغه راز اړوند افغاني ادارې د ساحو او په افغانستان کې د ماینونو شمېر په هکله متفاوت ارقام وړاندې کوي ،خو د دوی ترمنځ همغږي نشته.

خو بیا هم یاد بنسټونه  پر دې خبره متفق دي چې په ماينونو او ناچاودو توکو ککړې سيمې لا هم پراخې دي، له شک پرته په افغانستان کې د ميليونونو ښخ کړای شويو ماينونو شتون د افغانستان د اوسېدونکو او ټولنې لپاره يو مستقيم  خطر او ګواښ دی.

په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو خطر دومره جدي دی، چې د ماین پاکۍ اداره وايي، د روان کال له پیل راهیسې په هېواد کې د ماینونو د چاودلو له امله ۱۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي، چې زیاتره قربانیان یې ماشومان دي.

باید وویل شي، چې تر ۲۰۱۱ کال پورې په افغانستان کې د ماین پاکۍ له بنسټونو سره د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو سازمانونو د مرستې بهیر ګټور و، خو وروسته د مرستو لړۍ کمه شوه او اوس مرستې په خورا ټیټه کچه کې دي، په داسې حال کې چې د ماينونه او ناچاودو توکو خطر لا هم جدي او خطرناک دی، او له شک پرته په افغانستان کې د ماين پاکولو په برخه کې د نړيوالو موسسو د مرستو کموالى ښايي مايوسوونکى وي.

بل خوا له افغانستان سره د ماين پاکۍ په برخه کې د برېټانيې مرستې هم کمې شوې دي، دې ټولو ته په کتو سره غوره ده، چې په دې اړه نړيواله غونډه را وبلل شي او دا غونډه د افغانستان لپاره ډېره مهمه او ضروري ده. تمه ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د ماین پاکۍ په برخه کې د دغه سازمان د مرستو او د پخوا په څېر د خپلې بودجې په تمویل تمرکز وکړي.

په افغانستان کې د ماینونو خطر د خلکو د ژوند پر وړاندې جدي ننګونه او د افغانستان د بیارغونې او پراختیا په لاره کې ستره ستونزه ده، افغانان د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې کولای شي د ماینونو او تلفاتو خطر کم کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *